د بریتانیا د ختیځ انګلیا پوهنتون نوې څېړنه ښيي، چي ښايي تر ۲۰۵۰ کال پوري په یو شمېر هیوادونو کي د تودوخي کچه تر دوو سانتيګرادو لوړه سي، چي دا بدلون به په ځینو سیمو کي د ژوند شرایط لا سخت کړي.
څېړونکو د نړۍ له ۱۰۴ ښارونو څخه راټول سوي معلومات ارزولي او موندلې ئې ده، چي په تودو او نیمه تودو اقلیمونو کي به يو شمېر ښارونه تر ټولو ډېر اغېزمن سي.
د اټکل له مخي، که نړۍواله تودوخه یوازي دوې درجې لوړه سي، ډېری دغه ښارونه به د خپلو شاوخوا سیمو په پرتله په چټک ډول ګرم سي.
افغانستان، هند، چین، مصر، عراق، ترکیه او د امریکا متحده ایالات د هغو هیوادونو له ډلي دي، چي ښاري سیمي ئې د تودوخي د زیاتوالي له جدي ګواښ سره مخ دي.
څېړونکو خبرداری ورکړی، چي د تودوخي دا چټک لوړوالی به د انسان روغتیا او ورځني ژوند ته ستري ستونزي جوړ کړي.
څېړونکو ويلي چي اقليمي بدلونونه به د تودوخي په کچه کي د پام وړ زياتوالی راولي، چي ښايي جدي روغتيايي پايلي به هم ولري.
څېړونکو په ښارونو کي د تودوخي د زياتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.