د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ ادارې (UKMTO) خبر ورکړی چي د سې شنبې په ورځ د هرمز تنګي څخه د تېرېدو پر مهال پر یوې سوداګریزي بېړۍ برید سوی دئ.
د دغې ادارې په وینا، بېړۍ د یوه نامعلوم توغندی له لوري په نښه سوې ده.
تر اوسه د بېړۍ د هویت، د برید د عامل او د احتمالي زیانونو او مرګژوبلي په اړه نور جزیات نه دي خپاره سوي.