د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې (UKMTO) ویلي، د عمان د لیما بندر شمال ختیځ ته پر یوې نفت لېږدونکي بېړۍ د نامعلومي توغندي برید سوی چي له امله ئې بېړۍ ته زیان اوښتی او له کنټروله وتلې ده.
یادي ادارې د شنبې په سهار په خپره کړې خبرپاڼه کي ویلي، برید د لیما بندر شاوخوا ۱۱ سمندري میله، چي نږدې ۲۰ کیلومتره واټن کېږي، رامنځته سوی دئ.
د بېړۍ د مالک شرکت امنیتي مسئول ویلي، توغندی د بېړۍ د انجن خوني سره لګېدلې، چي له امله ئې د انجن برخي ته زیان اوښتی او بېړۍ نور د عادي کنټرول وړ نه ده.
تر اوسه د برید د عامل او د احتمالي مرګژوبلي په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره سوي.