د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو سازمان وايي، یوه تېلوړونکې بېړۍ د هرمز تنګي څخه د تېرېدو پر مهال د یوې نامعلومي توغندي د بريد سره مخ سوې.
د دغه سازمان په وینا ياده پېښه د دوشنبې په ماښام د عمان په اوبو کي د شیشه سیمي شاوخوا ۱۶ کیلومترۍ شمالختیځ لوري ته سوې ده.
د سازمان په خبرپاڼه کي ویل سوي، د بېړۍ کپتان راپور ورکړی چي د توغندي له لګېدو وروسته د بېړۍ د ماشین خونه زیانمنه سوې او ماشین ئې له کاره لوېدلی دئ.
تر اوسه د دې پېښي مسؤلیت کومي ډلي نه دئ منلی او د برید د څرنګوالي په اړه نور معلومات هم نه دي خپاره سوي.