د بریتانیا د لندن پوهنتون د څېړونکو یوې ډلي د داسي نوي واکسین د ازمویني له پاره چمتووالی نیولی

د بریتانیا د لندن پوهنتون د څېړونکو یوې ډلي د داسي نوي واکسین د ازمویني له پاره چمتووالی نیولی، چي موخه ئې د انسان د معافیتي سیستم ځوانول او پیاوړي کول دي. دغه واکسین د «سن ټي سېل» په نوم د بایوټکنالوژۍ شرکت له لوري جوړ سوی او د معافیتي سیستم پر هغو زړو حجرو تمرکز کوي، چي د عمر او مزمنو ناروغیو له امله کمزوري سوي وي.
څېړونکي وایي دا واکسین د «ټي» حجرو فعالیت بېرته پیاوړی کوي. یادي حجرې د بدن د دفاعي سیستم د رهبرۍ مهمه دنده لري او د ناروغیو پر وړاندي د مبارزې په تنظیم کي اساسي رول لوبوي. د عمر په زیاتېدو سره د دغو حجرو وړتیا کمېږي او بدن د ناروغیو پر وړاندي ډېر زیانمن کېږي.
د څېړنې مسئول ډاکټر الېسیو لانا وایي، که دا واکسین بریالی سي، نو کولای سي د معافیتي سیستم ځیني ځواني ځانګړني بېرته راژوندۍ کړي او د سرطان، اېچ آی وي او نورو مزمنو ناروغیو پر وړاندي د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کړي.

ټاکل سوې د دې واکسین لومړنۍ انساني ازموینه د روان کال په وروستیو کي په بریتانیا کي پیل سي. څېړونکي هیله لري چي دا نوې طریقه به د عمر له زیاتېدو او د معافیتي سیستم له کمزورۍ سره تړلو ناروغیو د درملني له پاره نوي لاري پرانیزي.