د بریتانیا د چتم هاوس څېړنیزي مؤسسې د افغانستان ښځو ته د جنسیتي تبعیض او محدودیتونو پر وړاندي د مبارزې او نه ستړي

د بریتانیا د چتم هاوس څېړنیزي مؤسسې د افغانستان ښځو ته د جنسیتي تبعیض او محدودیتونو پر وړاندي د مبارزې او نه ستړي کېدونکو هڅو له امله د ۲۰۲۶ کال جایزه ورکړې ده.
دغه جایزه د بریتانیا پخوانۍ لومړۍ وزیري او د چتم هاوس مشري د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلي پخوانۍ ګول ساتونکي الهه صفدري ته سپارلې ده.
چتم هاوس ویلي، افغان ښځو له پراخو محدودیتونو سره سره د زده‌کړو، بشري حقونو او د ښځو او نجونو د راتلونکي له پاره خپلي مبارزې ته دوام ورکړي او د هغوی هڅو د نړۍوالي ټولني پام د افغان ښځو وضعیت ته اړولی دئ.

د یادي مؤسسې په وینا، دا جایزه د افغان ښځو د ګډي مبارزې او د راتلونکو نسلونو له پاره د برابرۍ او غوره فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د هغوی د هڅو د ستایني په پار ورکړل سوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *