د بشر حقونو نړۍوال سازمان د خوست ولايت په عليشېروـ تريزو کي پر ولسي خلګو د پاکستان بمبار

د بشر حقونو نړۍوال سازمان د خوست ولايت په عليشېروـ تريزو کي پر ولسي خلګو د پاکستان بمبار، چي په کښي ولسي خلګو ته ئې مرګ ژوبله اړولې غندلي دي.
دغه سازمان په ياده سيمه کي پر ولسي خلګ بمبار جنګي جنايت بللی.
د بشر حقونو نړۍوال سازمان دغه راز ويلي، چي د پاکستان پوځ د ډيورنډ فرضي کرښي په اوږدو کي څو ځله پر ولسي خلګو بمبار کړی، چي له امله ئې ګڼو ولسي خلګو ته مرګ ژوبله اړولې.

دغه سازمان د پاکستان او ط..البانو غوښتي، چي د جګړې پر مهال د ولسي خلګو خونديتوب ته دي ځانګړې پاملرنه وکړي.