د بشري حقونو ۸۳ افغان او نړۍوالو سازمانونو په یوه پرانیستي لیک کي له اروپايي ټولني غوښتي

د بشري حقونو ۸۳ افغان او نړۍوالو سازمانونو په یوه پرانیستي لیک کي له اروپايي ټولني غوښتي، چي د ط..البانو له استازو سره له رسمي سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو ډډه وکړي.
د لیک لاسلیک کوونکو ویلي، هر ډول رسمي تعامل کولای سي د ط..البانو د نړۍوال مشروعیت او عادي کېدو لامل سي.
دغو بنسټونو، چي د بشري حقونو نړۍوال فدراسیون هم په کښي شامل دئ، د بروکسل په ښار کي د ط..الب پلاوي د احتمالي ګډون په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دوی په وینا، ط..البان د افغانستان د خلګو د استازیتوب قانوني او ولسي مشروعیت نه لري او واک ته د ټاکنو یا ټول‌ګډونه سیاسي بهیر له لاري نه دي رسېدلي.
په لیک کي د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو محدودیتونو ته هم اشاره سوې او ویل سوي، چي په افغانستان کي د بشري حقونو وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دئ.
همدارنګه د خپلسرو نیونو، د بیان ازادۍ محدودولو او پر مدني فعالانو د فشارونو په اړه راپورونه هم یاد سوي دي.

لیکوالانو له اروپايي ټولني غوښتي چي د ط..البانو له چارواکو سره له رسمي خبرو اترو ډډه وکړي او د افغان کډوالو د جبري ستنولو مخه هم ونیسي.
دا غوښتنه په داسي حال کي سوې، چي اروپايي کمېسیون د سویډن په همکارۍ له ط..الب استازو سره د تخنیکي غونډو د جوړېدو پلان تائيد کړی دئ.