د بغلان د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د د وشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي تېره شپه د دغه ولايت په دوشي ولسوالۍ کي دوه ټانکران ټکر سوې.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، تر ټکر وروسته دغه ټانکرانو اور اخيستی، چي له امله ئې پنځه کسان وژل سوي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي وژل سوي کسان په يوه کرولا ډوله موټر کي ناست وو، چي د يادي سيمي څخه تېرېدل، چي د اورلګېدني له امله ئې خپل ژوند د لاسه ورکړی دئ.