د ط.البانو تر واک لاندي د بغلان د امنیې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبر پاڼه کي راغلي چي تیره شپه د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په ترافيکي پیښه کي ۲۴ کسان ټپیان سوي دي.
خبر پاڼه کي ویل سوي چي دا پېښه د دوشي ولسوالۍ د سنګ سلاخ په سیمه کي د یو باروړونکي او ۵۸۰ مسافر وړونکي موټرانو تر منځ سوې ده،چي په دواړو موټرانو کي ۲۴ کسان ټپیان سوي او تر اوسه چا ژوند دلاسه نه دی ورکړی.
د خبرپاڼي په حواله چي د یادي پیښي ټپیان د بغلان ولایتي روغتون ته د درملني په موخه لېږدول سوي دي