د بلجيم دولتي رسنۍ خبر ورکړی

د بلجيم دولتي رسنۍ خبر ورکړی، چي په تېره هفته کي د ۲۰ اروپايي هيوادونو استازو کابل ته سفر کړی او د ط..البانو د يو شمېر مشرانو سره ئې ليدلي دي.
دغه رسنۍ ويلي، چي د دغو اروپايي هيوادونو استازو د ط..البانو سره په جرمونو د ککړ افغانان د اخراج له پاره ليدلي دي.
د‌ يادي رسنۍ په حواله چي د اروپا يو شمېر مشران هڅه کوي، چي هغه افغانان چي په درنو جرمونو تورن دي مستقيم افغانستان ته اخراج کړي.