د بلخ ولايت څخه ځايي سرچينو د چهار شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي وسله والو غلو په دغه ولايت کي د ماسټرۍ يو محصل وژلی.
د سرچينې په وينا چي دغه وژل سوی محصل اميدالله نومېږي، اصلي د فارياب ولايت اوسېدونکی و او په ازبکستان کي ئې ماسټري کول، چي په رخصتۍ افغانستان ته راغلی و او غوښتنل ئې چي د خپل ورور سره يو ځای د حيرتان بند پر لور سفر وکړي، چي وسله والو غلو ورباندي بريد کړی او هغه ئې وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي وسله والو غلو د هغوی، څخه يوه عراده موټر، موبايلان، نقدي پيسې او ټول قيمتي توکي وړي دي.
تر اوسه ط..البانو د يادي پېښي په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي د وسله والو غلاوو ګراف لوړ سوی، چي ولس ئې د ط..البانو څخه د کنټرول غوښتنه کوي.