د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کي د باختر سوداګریز بازار یوه برخه د اورلګېدني له امله سوځېدلې ده.
د ځايي سرچینو په وینا اور نن جمعه غرمه د شادیان څلورلاري ته نژدې، د ښار په پنځمه امنیتي حوزه کي لګېدلی و.
تر اوسه د اورلګېدنې د لامل او د احتمالي زيانونو په اړه معلومات نه دي خپاره سوي.