د‌ بلخ څخه ځايي خلګو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي نامعلومو وسله‌والو د ترکمن قوم یو بانفوذه مشر

د‌ بلخ څخه ځايي خلګو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي نامعلومو وسله‌والو د ترکمن قوم یو بانفوذه مشر، کریم آغه د مزارشریف ښار په مرکز کي وژلی دئ.
د سرچينې په وينا دا پېښه د دوشنبې په ورځ، د قوس په ۱۷مه هغه مهال رامنځ ته سوې چي کریم آغه خپل کارځای ته روان و.
د سرچینو په وینا، برید کوونکي له پېښې وروسته له سیمي تښتېدلي او تر دې دمه د پېښي انګیزه نه ده روښانه سوې.

د سرچينې په خبره چي وژل سوی کس د ترکمنانو په منځ کي د ټولنیزو ستونزو او شخړو په حل کي مهم رول درلود.
تر اوسه ط..البانو د دغه قومي مشر د وژل کېدو په تړاو څه نه دي ويلي.