د بلخ څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دوشنبې په ورځ ط..البانو د دغه ولايت د صرافانو د ټولني رئيس حاجي عبدالقيوم او اته نور غړي نيولي او بنديان کړي دي.
د سرچينې په وينا چي دغه کسان ط..البانو د مزارشريف د ښار د کفايت مارکېټ څخه نيولي دي.
سرچينې ويلي چي د ټولني غړو د ط..البانو د هغه تصمیم پر وړاندي اعتراض درلود چي د صرافانو دوکانونه له کفایت مارکېت څخه نوي جوړ سوي مزار هوتل ته انتقالېږي.
تراوسه ط..البانو د يادو کسانو د نيول کېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.