د بلوچستان ايالت د کوټي څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په دغه ښار کي پوليسو د شلو څخه زیات هغه د کورونو او دوکانونو مالکان نیولي، چي افغان کډوالو ته ئې جایدادونه په کرایه ورکړي وو.
په ورته وخت کي د ياد ايالت چارواکو هم ياده موضوع منلې ده او په وینا ئې دغه اقدام د روانو عملیاتو برخه ده چي هدف ئې په ښار کي د افغان کډوالو حضور کنټرولول دي.
ځایي سرچینې وایي، نیول سوي کسان تر پوښتنو لاندي دي او ښایي پر وړاندی ئې قانوني ګامونه هم واخیستل سي؛ ترڅو په راتلوونکي کي نور کسان افغان کډوالو ته خپل جايدادونه په کرايه ور نه کړي.