د بلوچستان ايالتي حکومت د بهرنيو ناقانونه کډوالو په خاص ډول د افغان کډوالو له پاره نوي مقررات وضع کړي.
دغه حکومت د ترانسپورټ د ادارې څخه غوښتي، چي د ناقانونه بهرنيو وګړو په خاص ډول افغانانو ته د بس ټکټونه ور نه کړي.
هغوی ويلي چي شرکتونه مکلف دي د ټکټونو د صادرولو پر مهال د ټولو مسافرو بشپړ معلومات ثبت کړي او یوازي هغو کسانو ته د سفر اجازه ورکړي چي قانوني اسناد ولري.
د بلوچستان ايالتي حکومت ويلي چي دغه اقدام ئې د قاچاقي او غيرقانوني کسانو د مخنيوي په موخه کړی دئ.