د بلوچستان د ترهګرۍ ضد محکمې د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشري ماهرنګ بلوڅ ته د یوه اېف‌سي سرتېري د وژل کېدو په تړاو

د بلوچستان د ترهګرۍ ضد محکمې د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشري ماهرنګ بلوڅ ته د یوه اېف‌سي سرتېري د وژل کېدو په تړاو د عمري بند حکم صادر کړی دئ.
محکمې ویلي، سرتېری د ګوادر د یوې غونډي پر مهال په تاوتریخوالي کي ټپي سوی و او وروسته ئې د ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړ.
په همدې قضیه کي د غورځنګ یو بل مخکښ غړی صبغت الله هم د عمري بند په سزا محکوم سوی دئ.

تر اوسه ماهرنګ بلوڅ او د هغې پلویانو د محکمې د پرېکړي په اړه رسمي دریځ نه دئ څرګند کړی.
ماهرنګ بلوڅ او د غورځنګ یو شمېر نور مشران له تېر کال راهیسي د پاکستاني چارواکو له خوا په بند کي ساتل کېږي.