د لسم پړاو شپږیزه کرکټ -لیګ په ۱۵ مه لوبه کي د بست ساتونکي د بند امیر ښامارانو سره مخامخ سول ، د بست ساتونکو لومړۍ توپوهنه وکړه او د ۱۸۲ منډو په جوړولو یې د بند امیر ښامارانو ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکئ ، د بست ساتونکو لوبډلي لپاره کریم جنت ۶۵ ابراهيم ځدران ۵۴ او نجیب الله ځدران ۳۷ منډي جوړي کړې .
بلخوا بیا د بند امیر ښامارانو د یوې په زړه پوري لوبي په کولو سره د ۱۸۳ منډو هدف پوره کړی ، د بند امیر ښامارانو په اخري اور کي د ۲۱ منډو په کولو سره د بست ساتونکو ته د ۳ ويکټو په توپیر ماته ورکړه .