د بنګله دېش پوليسو د پنج شنبې په ورځ ويلي

د بنګله دېش پوليسو د پنج شنبې په ورځ ويلي، چي د دغه هيواد په راجبري ولسوالۍ کي يو مسافر وړونکی بس چي غوښتل ئې کښتۍ ته ئې پورته کړي د پدما سيند ته لوېدلی دئ.
د پوليسو په وينا چي په دغه پېښه کي تر اوسه پوري ۲۴ کسان وژل سوي دي، چي په وژل سوو کسانو کي ښځي او کوچنيان هم شامل دي.
د پوليسو په وينا چي د دې احتمال سته چي يوشمېر نور مسافر به په اوبو کي نادرکه سوي وي، چي ژغورونکې ډله هڅه کوي، چي پيدا ئې کړي.