د بيبيسي د حقیقت موندني څانګي د یوې تازه څېړني له مخي ويلي، چي دا مهال له شپږو میلیونو ډېر ثبت سوي افغان کډوال د نړۍ د سلو څخه په زیاتو هیوادونو کي ژوند کوي.
دغه معلومات د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې او د بېلابېلو هیوادونو د رسمي احصایو پر بنسټ راټول سوي دي.
د راپور له مخي، ایران، پاکستان او جرمني د افغان کډوالو تر ټولو لوی کوربه هیوادونه دي. ایران نږدې د دوه نیم میلیونه ثبت سوو افغانانو کوربه دئ، خو چارواکي وایي چي واقعي شمېر تر دې هم زیات دئ. پاکستان کي شاوخوا یو اعشاریه اووه میلیونه افغانان ژوند کوي.
دغه څېړنه ښيي چي په لوېدیځو هیوادونو کي نږدې دوه میلیونه افغانان مېشت دي؛ یوازې په جرمني کې د افغان کډوالو شمېر تر ۴۶۰ زرو اوښتی او بریتانیا او فرانسه هم د پام وړ افغانان جذب کړي.
د راپور پر بنسټ، په امریکا، کاناډا او اسټرالیا کي د افغانانو شمېر په وروستیو کلونو کي په چټکۍ زیات سوی، په ځانګړي ډول له ۲۰۲۱ کال وروسته. همدارنګه، ترکیه، روسیه او د منځنۍ اسیا یو شمېر هیوادونه هم د افغان کډوالو مهم کوربه هیوادونه بلل سوي دي.
دا څېړنيز راپور پر داسي مهال خپرېږي چي د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې وایي، یوازي سږ کال تر دوو میلیونو ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه سوي دي.