د بيرمنګام ښار شورا ۱۲۸ پر شرایطو برابر افغانانو د منلو پرېکړه کړې

د برمنګام ښار شورا اعلان کړی چي دوی چمتو دي، چي د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو په اوږدو کي د “افغانانو د بیا مېشتېدني پروګرام” د یوې برخو په توګه ۱۲۴ افغان اتباع ومني.
د دې پروګرام موخه په بریتانیا کي د وړ افغان اتباعو خوندي انتقال او مېشتېدني تضمینول دي.
د یوې بریتانوي رسنۍ د راپور له مخي، بيرمنګام له دې وړاندي هم افغان کډوال منلي او تر اوسه ئې په بریالیتوب سره د ۱۴۸ افغان کډوالو د کورنیو د مدغم کولو ملاتړ کړی دئ.