د بېپولي ډاکټرانو سازمان وايي، د بامیانو ولایت په لېرو پرتو سیمو کي د ترانسپورټي اسانتیاوو د نشتوالي له امله ناروغان اړ دي چي د درملني له پاره تر ډېرو لېرو روغتيايي مرکزونو پوري پر خرو سفر وکړي.
دغه سازمان ویلي، یوې امیندواره مېرمني د زېږون له پاره د بامیانو د باغک درې په هغه روغتیايي مرکز کي د درملني په موخه، چي د دې سازمان په ملاتړ فعالیت کوي، تر څلورو ساعتونو ډېر مزل پر خره کړی دئ.
د دغه سازمان په وینا، دغه مېرمن به له زېږون وروسته هم اړ وي چي بېرته خپل کور ته د رسېدو له پاره همدا اوږده لار پر خره ووهي.
د بېپولي ډاکټرانو سازمان ټینګار کړی چي په لېرو پرتو سیمو کي روغتیايي مرکزونو ته د خلګو محدود لاسرسی د ناروغانو له پاره د درملني بهیر ستونزمنوي.