د بې‌پولي ډاکټرانو سازمان ویلي

د بې‌پولي ډاکټرانو سازمان ویلي، په هرات ولایت کي د دوی یوه ښځینه کارکوونکې د حجاب د اصولو د نه مراعتولو په تور د ط..البانو د امر ب.المعروف د کارکوونکو له‌خوا نیول سوې وه او له دوو ورځو بند وروسته بېرته ازاده سوې.
د ياد‌ سازمان په وینا، نوموړې دندي ته پر لاره وه، چي د ط..البانو له خوا نيول سوې او زندان ته لېږدول سوې وه.
هغوی زياتوي، چي د زندان څخه د ازادېدو پر مهال له هغې او د کورنۍ له غړو څخه ژمنه اخیستل سوې، چي د ط.. البانو د اصولو مطابق به حجاب کوي

ياد سازمان دغه اقدام د ښځو پر وړاندي د محدودیتونو د دوام یوه بېلګه بللې او خبرداری ئې ورکړی، چي دا ډول محدودیتونه د روغتیايي خدمتونو پر وړاندي کولو منفي اغېز کولای سي.
یاد سازمان وایي، ښځینه روغتیاپالاني د افغانستان په روغتیايي سکټور کي مهم رول لري او د دوی پر فعالیتونو محدودیتونه د ناروغانو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو پر وضعیت منفي اغېز کوي.