د تخار څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د تخار څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په خواجه غار ولسوالۍ کي نامعلومو کسانو يو ځوان وهلی او وژلی دئ.
د سرچینې په وينا چي دغه ځوان نجيب الله نومېدی او تازه د ايران څخه افغانستان راغلی و، چي د نامعلومو کسانو له خوا سخت وهل سوی او وروسته ئې په روغتون کي د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې.
تراوسه د دغه ځوان د وژني لامل نه دئ څرګند او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.