د ترک هیوادونو سازمان غړو هیوادونو د افغانستان د سولي او ثبات د ټینګښت له پاره د خپلو ګډو هڅو پر دوام هوکړه کړې ده

د ترک هیوادونو سازمان غړو هیوادونو د افغانستان د سولي او ثبات د ټینګښت له پاره د خپلو ګډو هڅو پر دوام هوکړه کړې ده.
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخي، دغه سازمان په خپله دیارلسمه سرمشریزه کي ویلي، چي د افغانستان سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت څاري او غواړي د ځانګړو کاري ډلو او نورو سته لارو چارو له لاري د دغه هیواد د ثبات په برخه کي همکاري وکړي.
په دغه ګډه اعلامیه کي د ټرانس افغان اوسپني پټلۍ جوړول هم مهمه بلل سوې او ټینګار سوی، چي د دې پروژې پلي کېدل کولای سي منځنۍ او سویلي اسیا سره نژدې کړي.

د یاد سازمان دیارلسمه سرمشریزه د ترکیې په پلازمېنه انقره کي جوړه سوې وه.