د ترکيې دولت اعلان کړی، چي په دغه هيواد کي تر ۱۵ کلنو کم عمره کوچنيان نور اجازه نه لري

د ترکيې دولت اعلان کړی، چي په دغه هيواد کي تر ۱۵ کلنو کم عمره کوچنيان نور اجازه نه لري، چي د ټولنيزو شبکو څخه استفاده وکړي.
د ترکيې د يادو مقرراتو له مخي، انټرنټي پلاتفورمونه مکلف دي، چي د خپلو کاروونکو پېژندنه په دقیقه او کره توګه وکړي او د کم عمره ماشومانو د ثبت‌نام مخه ونیسي.
د ترکیې چارواکي وایي دا اقدام ئې د ماشومانو د خوندیتوب له پاره ترسره کړی او ټولي انټرنېټي شبکې چي په ترکیه کي فعالیت کوي، باید دا قانون عملي کړي. که کومه شبکه له دې قانون څخه سرغړونه وکړي، له جدي قانوني پایلو سره به مخ سي.

د ترکيې د دغو نوومقرراتو له مخي والدین هم کولای سي د خپلو ماشومانو د آنلاین فعالیتونو څارنه وکړي. چارواکو خلګو ته ډاډ ورکړی، چي دا پرېکړه ئې د ماشومانو ذهني او فکري سلامتيا په موخه کړې ده.