د ترکيې پارلمان داسي يوه لايحه جوړه کړې، چي له مخي ئې د ۱۵ کالو څخه د کم عمره ماشومانو لاس رسی ټولنيزو رسنيو ته محدودوي

د ترکيې پارلمان داسي يوه لايحه جوړه کړې، چي له مخي ئې د ۱۵ کالو څخه د کم عمره ماشومانو لاس رسی ټولنيزو رسنيو ته محدودوي.
د دې لايحې په اساس يوټيوب، ټيک‌ټاک، فېسبوک او انسټاګرام په شان د ټولنيزو رسنيو پلاټفورمونه بايد له ۱۵ کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د حساب جوړولو اجازه ور نه کړي.
دا لايحه ټولنيزي رسنۍ اړباسي، چي د عمر معلومولو سيستمونه فعال وساتي ترڅو کم عمره ماشومان ټولنيزو رسنيو ته لاس رسی ونه لري.

د ترکيې دولت دغه کار د ماشومانو د ذهنيت د خوندیتوب په موخه تر سره کوي.