د ترکيې پوليسو رسنيو ته ويلي، چي د دغه هيواد په ادرنه ښار کي ئې ۲۴ ناقانونه افغان کډوال نيولي.
د پوليسو په وينا چي دغه افغان کډوالو غوښتل په ناقانونه توګه د ترکيې څخه نورو بهرنیو هیوادونو ته داخل سي.
د هغوی په خبره چي په نيول سوو کسانو کي ۷ ښځي او ۶ کوچنيان هم شامل دي.
پوليس دغه راز زياتوي، چي ياد نیول سوي افغان کډوال ئې د بهرنیو کډوالو کمپ ته انتقال کړي، چي تر ثبت وروسته به ئې بېرته افغانستان ته انتقال کړي.