د ترکيې پوليسو ويلي چي د يکشنبې په ورځ ئې د دغه هيواد په ايغدير ښار کي پوليسو ۱۲ تنه هغه افغان کډوال نيولي

د ترکيې پوليسو ويلي چي د يکشنبې په ورځ ئې د دغه هيواد په ايغدير ښار کي پوليسو ۱۲ تنه هغه افغان کډوال نيولي، چي په ناقانونه توګه دغه هيواد ته داخل سوي وو او غوښتل ئې چي استانبول ته ولاړ سي.
د پوليسو په خبره چي د دغو افغان کډوالو سره يو ځای ئې دوه انساني قاچاقبران هم نيولي دي.
پوليسو نيول سوي کسان د‌ کډوالو کمپ ته بېولي او تر څېړنو وروسته ئې افغانستان ته لېږي.