د ترکيې پوليسو ويلي، چي د دغه هيواد په ارزروم ښار کي ئې ۲۳ تنه افغان کډوال نيولي چي په غيرقانوني لارو دغه هيواد ته داخل سوي وو.
د پوليسو په وينا چي دغه افغان کډوال ئې په يوه بار وړونکي موټر کي د تلاښۍ پر مهال نيول سوي.
هغوی وايي چي دغه افغان کډوال ئې د ارزروم ښار د کډوالو کمپ ته انتقال کړي دي.