د ترکیې د استخباراتو رئیس ابراهیم کالین د ط..البانو د مشر م.لا هب.ت‌الله د لیدو له پاره کندهار ته ورغلی؛ خو د دواړو

د ترکیې د استخباراتو رئیس ابراهیم کالین د ط..البانو د مشر م.لا هب.ت‌الله د لیدو له پاره کندهار ته ورغلی؛ خو د دواړو لورو ترمنځ ټاکل سوې ليدنه نه ده ترسره سوې.
د سرچينې په وينا م.لا هب.ت‌الله له ترکي پلاوي سره د خبرو له پاره هوکړه کړې وه، خو د کتني له ترسره کېدو لږ مخکي دا ناسته لغوه سوې ده.
د دې اقدام د علت په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي ورکړل سوي.

ویل کېږي، کالین په کندهار کي د ط..البانو د والي م.لا شیرین سره کتلي او نوموړي د هب.ت‌الله په استازیتوب له ترکي چارواکي سره خبري کړي دي.
د سرچینو په وینا، د دې ناستي د بحثونو بشپړ معلومات نه دي خپاره سوي، خو د داع.ش او نورو وسله‌والو ډلو پر وړاندي د ګډي مبارزې موضوع د خبرو له مهمو برخو څخه وه.