د ترکیې لوړپوړی پلاوی د افغانستان او پاکستان د شخړي د حل په موخه اسلام اباد ته ځي

د ترکيې رسنيو خبر ورکړی، چي ټاکل سوې ده، چي راتلونکې اوونۍ د ترکیې یو لوړپوړی پلاوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د سوله‌ییز حل له پاره اسلام‌آباد ته سفر وکړي. د ترکیې د رسنيو په حواله چي په دغه په پلاوي کي د ترکيې استخباراتو رئیس او یو شمېر وزیران شامل دي.
یاد سفر د ترکیې د ولسمشر اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تر لیدني وروسته پلان سوی. دا هڅه وروسته له هغه کېږي چي د پاکستان او ط..البانو ترمنځ ترینګلتیاوي زیاتي سوي.
باید وويل سي، چي د قطر او ترکيې دولتونو مخکي هم د پاکستان او افغان ط..البانو ترمنځ د سولي هڅه وکړه؛ خو مذاکرات ناکامه سوه