د ترکیې ملي استخباراتي ادارې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه کي د داع.ش خراسان څانګي یو غړی نیولی او ترکیې ته ئې لېږدولی دئ.
د ترکیې رسنیو د راپورونو له مخي نیول سوی کس اوغور بهادر نومېږي او شاوخوا دوه کاله مخکي له ترکیې څخه د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمې ته تللی و، چي وروسته له داع.ش ډلي سره یوځای سوی دئ.
راپورونه وايي، نوموړي د داع.ش په روزنیزو مرکزونو کي فعالیت کاوه او د دغي ډلې بېلابېلي دندي ئې ترسره کولې.
همداراز، هغه د داع.ش خراسان څانګي د رسنیزي برخي له یوه مسئول سره هم اړیکي درلودې.
د عملیاتو د ترسره کېدو د وخت او ځای په اړه جزئیات نه دي خپاره سوي، خو د ترکیې استخباراتي ادارې د جمعې په ورځ د نوموړي د نیولو خبر تائید کړی دئ.