د ترکیې پولیسو د دغه هیواد په سوېل ختیځ دیار بکر ښار کي ۳۲ تنه هغه افغان کډوال نيولي چي په ناقانونه ډول دغه هيواد ته داخل سوي وو.
د ترکيې د پوليسو په وينا چي دغه افغان کډوال په يو ټانکر موټر کي ځای پر ځای سوي وو او غوښتل ئې چي د ياد ښار څخه بلي سيمي ته ولاړ سي، چي د پلټني پر مهال نيول سوي.
د پوليسو په وينا دغه افغان کډوال ئې کمپ ته انتقال کړي، چي تر ثبت وروسته به خپل هيواد ته اخراج سي.