د تهران والي: په ايران کښي د غير قانوني افغان کډوالو د اوسېدو موده بشپړه سوې

د تهران والي محمد صادق معتميدان د ايرنا خبري اژانس سره د خبرو پر مهال ويلي دي، چي په ايران کښي د‌ غيرقانوني افغان کډوالو موده نوره پای ته رسېدلې ده.
د هغه په خبره چي تر دې وروسته که په ايران کښي افغان کډوال چي قانوني اسناد‌ نه لري، د ايران د پوليسو له خوا څخه نيول کېږي او د ايران څخه ايستل کېږي.
د هغه په خبره چي د ايران دولت افغان کډوالو ته د غبرګولي د مياشتي تر ۱۷ مي نېټې پوري وخت ورکړی اوس ئې هغه مهلت پای ته رسېدلی او بايد‌ د ايران څخه ولاړ سي خپلي خاوري ته.
بايد وويل سي چي د پاکستان څخه شاوخوا ۱,۵۵ ميليونه افغان کډوال افغانستان ته راغلي دي، چي دلته د زياتو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.