د ايران د تهران ولايت د پولیسو مشر عباس علي محمدیان وايي، چي تر اوسه پوري له دغه ښار څخه شاوخوا ۷۰ زره افغانان چي په ايران کي د قانوني اوسېدلو اسناد ئې نه درلودل د تهران څخه شړل سوي دي.
نوموړي ټینګار کړی چي د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دوام لري او هره ورځ د دغه ښار څخه په اوسط ډول د ۷۰۰ څخه تر ۸۰۰ پوري بې اسناده افغانان نیول کېږي او شړل کېږي.
د پولیسو د معلوماتو له مخي، د افغان کډوالو د ایستلو ترڅنګ، له هغو افغانانو څخه چي په تهران کي اوسېدل، یو شمېر ئې د بېکارۍ او د امنیتي فشارونو له امله خپله ایران پريښي او افغانستان ته تللي دي.
بايد وويل سي، چي د ايران دولت د اسرائیلو سره تر جګړې را وروسته تر دې دمه پوري شاوخوا ۱،۷ ميليونه افغان کډوال د ايران څخه شړلي او افغانستان ته تللي دي.