د تهران چارواکي وايي چي په تیر یوه کال کي د هغو افغان کډوالو چي رسمي اسناد نه لري، د ښوونځیو له صنفونو څخه لېري کړي، چي له امله ئې شاوخوا ۳۲۰۰ صنفونه خالي سوي دي.
د تهران والی، محمدصادق معتمدیان، ويلي، چي په ښار کي ۲۲۰ زره افغان زده کوونکي پرته له اسنادو موجود وو او د هغوی ۶۰ سلنه اخراج سوي. هغه زیاتوي چي د دې له امله د دولت لګښتونه هم کم سوي، ځکه هر زده کوونکي د ښوونځي د چلولو لګښتونه زیاتوي، لکه د اوبو، بریښنا، ګاز، د ښوونکو معاشونه او نور.
د هغه په وینا، یوازې په تهران کې د ۵۳۰ زره افغان کډوالو تر اخراج وروسته د دولت نور لګښتونه هم کم سوي. معتمدیان وايي تهران باید نور د غیرقانوني افغان مهاجرینو کوربه نه وي