د جاپان حکومت اعلان کړی چي په دغه هیواد کي د ځمکي د کمښت له امله به شاوخوا ۲۰۰ زرو مسلمانانو ته نور د مړو ښخولو اجازه ور نه کړي. چارواکي وايي، د قبرونو له پاره مناسبه ځمکه نه لري او له همدې امله باید مسلمانان د مړو ښخولو پر ځای د سوځولو یا نورو هیوادونو ته د مړو د لېږد طریقه غوره کړي.
د جاپان حکومتي چارواکي ټینګار کوي چي د نفوس زیاتوالي او ښارونو پراخېدو له امله د قبرونو له پاره نوره ځمکه نه لري او اړ دي داسي پرېکړه وکړي.
بايد وويل سي چي په جاپان کي د مسلمانانو شمېر شاوخوا ۲۰۰ زره اټکل سوی، چي ډېری ئې بهرني مهاجر دي.