د جاپان حکومت د جمعې په ورځ یو کس چي د نهو کسانو (اتو ښځو او یو سړي) د وژني په تور مجرم پېژندل سوی و اعدام کړ.
دغه کس، چي تاکاهیرو شیرایشي نومېږي، د “ټویټر قاتل” په نوم مشهور و، ځکه چي نوموړي د پخواني ټویټر (اوسني ایکس) ټولنیزي شبکې له لاري دخلګو سره اړيکه نيول او هغوی به ئې وژل.
د رویټرز د راپور په اساس، شیرایشي په ۲۰۱۷ کال کي دا کسان په خپل اپارتمان کي، چي د توکیو ښار په زاما سیمه کي موقعیت درلود، وژلي او د هغوی جسدونه ئې ټوټه ټوټه کړي وو. هغه د قربانیانو چي عمرونه ئې د ۱۵ څخه تر ۲۶ کلونو پورې وو، د وژنې او په ځینو مواردو کي پر ښځینه قربانیانو د جنسي تېري په تور هم محکوم سوی و. د راپورونو له مخي، شیرایشي په ټویټر کي د دغو قربانیانو سره د خودکشۍ په اړه خبرو اترو له لاري اړیکه ټینګوله او وروسته ئې هغوی خپل کور ته رابلل.
د جاپان د عدلیې وزارت اعلان کړی چي دا د ۲۰۲۲ کال راهیسي په دغه هیواد کي د اعدام لومړۍ سزا ده.