د جرمني بيلد ورځپاڼي خبر ورکړی

د جرمني بيلد ورځپاڼي خبر ورکړی، چي د‌جرمني حکومت د شنبې په ورځ په درنو جرمونو تورن افغان د کابل په نړۍوال هوايي ډګر کي ط..البانو ته تسليم کړی دئ.
د يادي ورځپاڼي د خبر له مخي دغه افغان مالک نومېږي او د جرمني د محکمو له خوا په درنو جرمونو تورن سوی و، چي تېره ورځ په افغانستان کي ط..البانو ته تسلیم سوی دئ.
جرمني فدرالي پولیسو دغه کس له اړوندو اسنادو سره یو ځای په هوايي ډګر کي ط..الب چارواکو ته سپارلی دئ.

د‌جرمني حکومت ويلي چي دغه افغان ئې په عادي الوتنه کي لومړی استانبول او تر هغه وروسته کابل ته انتقال کړی دئ.
د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزیر الکساندر دوبریندت ويلي چي ټول هغه کډوال به د جرمني څخه اخراج کړي چي په دغه هيواد کي ئې جرمونه کړي دي.
د معلوماتو له مخي جرمني په ۲۰۲۵ ميلادي کال کي په بېلابېلو جرمونو تورن ۸۳ افغان کډوال په کابل کي ط..البانو ته سپارلي دي.