د جرمني حکومت په پاکستان کي د ۳۰ څخه د زیاتو افغان کورنیو د ویزو غوښتني له بیا ارزوني وروسته هم رد کړي دي.
د جرمني فرانکفورتر روندشاو ورځپاڼي د راپور له مخي، په دغو کورنیو کي پخواني قاضیان، د استخباراتي ادارو کارکوونکي او د ښځو د حقونو فعالاني شاملي دي، چي د ط..البانو له ګواښونو سره مخ دي.
يادي ورځپاڼي د جرمني پر حکومت نیوکه کړې چي د محکمې له لارښووني سره سره ئې د دغو کسانو په قضیو کي بدلون نه دئ راوستلی.
د راپور له مخي شاوخوا ۵۰۰ افغانان لا هم په پاکستان کي جرمني ته د لېږد په تمه دي.