د جرمني د هسن ایالت چارواکو اعلان کړی، چي فدرالي حکومت د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پروسه پراخه کړې ده.
د جرمني د حکومت د نوي تګلاري له مخي، دا بهیر به نور یوازي په هغو کسانو پوري محدود نه وي، چي جرمونه ئې کړي یا امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.
د هسن ایالت د کورنیو چارو وزیر رومان پوزک ویلي، د جرمونو په تور د محکومو کسانو ایستل لا هم لومړیتوب لري، خو له دې وروسته هغه افغان وګړي هم بېرته اخراجوي، چي د جرمني د پرېښودلو قانوني مکلفیت لري.
په ورته وخت کي، د هسن ایالت د کډوالو شورا د حکومت پر دې پرېکړه نیوکه کړې او ویلي ئې دي چي دا اقدام د بشري حقونو له معیارونو سره سمون نه لري او باید له سره وارزول سي.