د جرمني رسنيو اعلان کړی

د جرمني رسنيو اعلان کړی، چي پنځه کسان ئې د جرمني په جنوب کي د کریسمس په بازار کي د بريد کولو د پلان جوړولو په تور نيولي دي.
په راپور کي ويل سوي، چي د دغو کسانو له ډلي څلور تنه نيول سوي او پنځم کس د مخنیوي په موخه تر توقیف لاندي دئ؛ ځکه شک کېږي چي غوښتل ئې د بایرن ایالت په جنوب کي د دینګولفینګ په سیمه کي د کریسمس پر بازار برید ترسره کړي.
په راپور کي ويل سوي چي، دا مهال پلټني رواني دي چي معلومه کړي آیا د دې پلان تر شا افراطي انګېزه سته او که نه.