د جرمني رسنيو راپور ورکړی، چي د دغه هيواد حکومت ۳۰ تنه نور افغان کډوال افغانستان ته اخراج کړي دي.
د بیلد ورځپاڼي د راپور له مخي، دغه کډوال د سې شنبې په سهار په جبري ډول له جرمني ایستل سوي او افغانستان ته لېږدول سوي دي.
په راپور کي ويل سوي، چي په دغو افغان کډوالو کي ځیني هغه افغان کډوال هم شامل دي چي هېڅ جرمي سابقه نه لري؛ خو بیا هم په جبري توګه له جرمني څخه ایستل سوي دي.