د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چي د شنبې په ماښام په برلين ښار کي يوه بريدګر د همجنس‌پالو د غونډي ګډونوال په موټر وهلي

د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چي د شنبې په ماښام په برلين ښار کي يوه بريدګر د همجنس‌پالو د غونډي ګډونوال په موټر وهلي.
په راپور کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي يو کس وژل سوی او ۱۷ نور ټپيان دي، چي په ټپيانو کي د درو کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل سوی دئ.
د جرمني پوليسو ويلي، چي تر پېښي وروسته بريدګر د سيمي څخه تښتېدلی او دوی ئې په اړه پلټني پيل کړي دي.