د جرمني روغتیايي چارواکي وايي، یوازي په دغه هیواد کي د ګرمۍ له امله د مړو سوو کسانو شمېر شاوخوا ۱۴ زرو ته رسېدلی

د جرمني روغتیايي چارواکي وايي، یوازي په دغه هیواد کي د ګرمۍ له امله د مړو سوو کسانو شمېر شاوخوا ۱۴ زرو ته رسېدلی دئ.
د دوی په وینا، د چنګاښ په مياشت کي نژدې ۹ زره او ۶۰۰ کسان د سختي ګرمۍ له امله وژل سوي.
په هسپانیا کي هم د غبرګولي له ۱۱مي د زمري تر ۲۸مي پوري د ګرمۍ له امله ۴ زره او ۴۵۸ کسان مړه سوي دي.

فرانسه هم د سختي ګرمۍ له امله له درنو زیانونو سره مخ سوې او د چنګاښ تر پایه په دغه هیواد کي شاوخوا ۷ زره او ۳۰۰ د مړيني پېښي ثبت سوي.
چارواکي وايي، د ګرمۍ له امله د مړینو ډېره برخه د عمر خوړلو کسانو ترمنځ ده.