د جرمني مشهوره ورځپاڼه بیلد په خپل تازه راپور کي لیکلي چي په روان میلادي کال کي ۲۱۲ افغان وګړي د جعلي اسنادو او ناسم معلوماتو په وړاندي کولو سره د جرمني ویزې ترلاسه کړي دي.
د راپور له مخي دغو کسانو هڅه کړې چي د جعلي دلایلو پر مټ د ویزې شرایط پوره کړي او له همدې امله جرمني چارواکو په ویزه ورکولو کي د درغلیو پېښو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
بیلد ورځپاڼه زیاتوي چي یوازي په ۲۰۲۵ کال کي د جرمني د ویزې غوښتنو کي د فریب او جعل مجموعي دوسیې ۵ زره او ۵۶۹ ته رسېدلي دي، چي دا شمېره د تېر کال په پرتله کمه سوې ده.
د جرمني چارواکو ویلي، د ویزې پروسه به د لا ډېر احتیاط او سخت څار سره مخ سي ترڅو د جعلي اسنادو او درغلیو مخه ونیول سي.