د جرمني په پلازمېنه برلین کي د دوهمي نړۍوالي جګړې پاته سوی ۱۰۰ کیلوګرامه ناچاودلی بم موندل سوی، چي له امله ئې په سيمه کي شاوخوا ۵۶۰۰ کورونه تخلیه سوي دي.
د رویټرز د راپور له مخي، دغه بم د چهارشنبې په سهار د نويکولن سیمي په یوه کانال کي موندل سوی دئ. پولیسو د پېښي له ځایه شاوخوا ۵۰۰ متره امنیتي ساحه جوړه کړې او له خلګو ئې غوښتي چي خپلي سیمي پرېږدي.
پولیس وايي، بم له اوبو ایستل سوی او ټاکل سوې ده، چي دغه بم به د جرثقیل په وسیله ساحل ته ولېږدول سي او د چاودېدونکو توکو متخصصین به ئې شنډ کړي.