د جرمني یوې رسنۍ ډېر شپېګل راپور ورکړی، چي د جرمني دولت په يوه ځانګړې الوتکه کي ئې يو شمېر افغانان اخراج کړي او افغانستان ته ئې لېږدولي دي.
د يادي رسنۍ د راپور په حواله چي دغه افغان کډوال چي په جرمونو تورن وو، د کابل په نړۍوال هوايي ډګر کي ط..البانو ته سپارل سوي دي.
د دغه اخراج سوو افغانان د هويت او شمېر په اړه نور معلومات نه دي ورکول سوي.
راپور زیاتوي چي دا ګام د اروپايي هيوادونو د هغو روانو هڅو برخه ده چي رد سوي پناه غوښتونکي او د جرمونو سابقه لرونکي کسان خپلو هيوادونو ته بېرته استوي.
دا په داسي حال کي ده، چي په اروپايي ټولنه کي د کډوالۍ پر پالیسۍ بحثونه روان دي او پلان سته چي د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د هغو افغانانو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وسي چي د پناه غوښتنه ئې رد سوې یا غیرقانوني کډوال بلل کېږي.
تر دې مخکي اروپايي ټولني ویلي وو چي ښايي د افغانستان د اوسني حکومت یو پلاوی اروپا ته راوبولي تر څو د اخراج او کډوالۍ اړوند موضوعاتو په اړه ورسره ناسته وکړي.